د مسئولیت د خونديتوب نړۍوال مرکز په خپل وروستي راپور کي ویلي چي افغانستان لا هم له بشري او امنیتي ستونزو سره مخ

د مسئولیت د خونديتوب نړۍوال مرکز په خپل وروستي راپور کي ویلي چي افغانستان لا هم له بشري او امنیتي ستونزو سره مخ دئ.
د راپور له مخي، په دغه هيواد کي ښځي‌ او نجوني د محدودیتونو تر ټولو ستره قرباني دي او د هغوی پر بنسټیزو حقونو بندیزونه دوام لري.
راپور د هرات وروستیو اعتراضونو ته هم اشاره کړې او ویلي ئې دي، چي د دغو لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي، نیونو او مرګ‌ژوبلي راپورونه هم ورکړل سوي دي. همداراز د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ نښتي د ملکي وګړو له پاره د اندېښنې وړ موضوع بلل سوې ده.

یاد بنسټ له ط..البانو غوښتي چي د ښځو او نجونو پر وړاندي محدودیتونه کم کړي، د سوله‌ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه بنسټ له نړۍوالي ټولني هم غوښتنه کړې، چي په افغانستان کي د بشري حقونو د څار او ملاتړ بهیر ته دوام ورکړي.