د مصر په شمال ختیځ کي په يوه ترافيکي پېښه کي ۱۸ کسان وژل سوي او درې نور ټپیان دي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چي دا پېښه د پنج شنبې په ورځ د مصر په شمال ختیځ کي د پورت سعید ولایت کي هغه مهال رامنځ ته سوې، کله چي یو باروړونکی موټر له یوه مسافر وړونکي پیکاپ موټر سره ټکر وکړ.
سرچینو لیکلي، چي په دې پېښه کي ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان سوي دي.