ایران خبرداری ورکړی، چي که امريکا پر دغه هیواد برید وکړي، نو تهران به په سیمه کي د امریکا پوځي اډې په نښه کړي

ایران خبرداری ورکړی، چي که امريکا پر دغه هیواد برید وکړي، نو تهران به په سیمه کي د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
په ملګرو ملتونو کي د ايران دايمي استازي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په استول سوي لیک کي ویلي، چي هر ډول پوځي اقدام به له سخت او پرېکنده غبرګون سره مخ سي. په لیک کي د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندوني د احتمالي یرغل نښه بلل سوې او ټینګار سوی، چي دا ډول دریځونه د سیمي ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
ایراني لوري ویلي چي د فشار او ګواښ سیاست به نتیجه ورنه کړي او که پر ایران برید وسي، نو مسئولیت به ئې د برید کوونکي هیواد پر غاړه وي.

بلخوا امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چي د امریکا حکومت د ایران پر وړاندي د پراخ پوځي اقدام ارزونه کوي. د امریکا ولسمشر بیا ټینګار کړی، چي ایران باید جدي او ماناداري هوکړي ومني، که نه نو له سختو پایلو سره به مخ سي.