د ايران سرحدي پوليسو ويلي، چي د افغانستان سره پر پوله ئې ۷۰۰ هغه افغان کډوال ژغورلي، چي د يخ او طوفان له امله په دغه سيمه کي بند پاته وو.
د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال مجید شجاع ویلي، دغه افغان کډوالو غوښتل د افغانستان څخه ایران ته په ناقانونه توګه واوړي چي د يخ او طوفان له امله بند پاته سوي وو، چي د يخی کېدو او مرګ د ګواښ سره مخ وو.
هغه ويلي، چي ايران د افغانستان سره خپلي سرحدي پولي سختي کړي او له ټولو افغانانو څخه ئې غوښتي، چي په ناقانونه توګه دي دغه هيواد ته د داخلېدو کوښښ نهکوي.
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم زيات ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پر سختو او ناقانونه لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي، چي د لاري په اوږدو کي د مرګ دګواښ سره مخ کېږي.