د پاکستان حکومت ويلي، چي د روژې مياشتي په اوږدو کي به د ټولو هغه افغانان د نيولو لړۍ چټکه وي

د پاکستان حکومت ويلي، چي د روژې مياشتي په اوږدو کي به د ټولو هغه افغانان د نيولو لړۍ چټکه وي، چي په پاکستان کي د اوسېدولو قانوني اسناد نه لري.
د پنجاب د پوليسو له خوا د‌غه عمليات په اسلام اباد کي پيل سوي، چي تر دې دمه‌ ئې ۵۲ افغان کډوال نيولي او افغانستان ته ئې اخراج کړي دي.
د پاکستان حکومت دغه راز ويلي، چي د روژې په مياشت کي به تر ۲زره زيات امنيتي کسان د افغان کډوالو د نيولو په پروسه کي برخه واخلي او ټول ناقانونه افغان کډوال به ونيسي او افغانستان ته به ئې اخراج کړي.

بايد وويل سي، چي د پاکستان دولت د روژې په دې مبارکه مياشت کي هره ورځ زرګونه افغان کډوال نيسي او افغانستان ته ئې اخراجوي.