وال سټریټ ژورنال: امریکا د ایران د اټومي برنامې د هوکړي له پاره بریدونه په تدریجي ډول زیاتوي

وال سټریټ ژورنال: امریکا د ایران د اټومي برنامې د هوکړي له پاره بریدونه په تدریجي ډول زیاتوي
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي په خپل راپور کي ويلي، چي که امریکا د ایران پر ضد پوځي اقدام وکړي، نو بریدونه به په لومړي پړاو کي محدود وي او که د اټومي پروګرام په اړه هوکړه ترلاسه نه سي، نو ورو ـ ورو به ئې شدت زیات سي.
د راپور له مخي، د امریکا حکومت لا هم پر ایران د برید بېلابېل انتخابونه ارزوي، څو تهران دې ته اړ کړي، چي د خپل اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړي ته حاضر سي.

هغو سرچینو چي له دغي ورځپاڼي سره ئې خبري کړي، ویلي دي که اجازه ورکړل سي، لومړنی برید چي ښايي په څو ورځو کي ترسره سي، پر څو پوځي هدفونو یا دولتي تاسیساتو به متمرکز وي.
سرچینو، چي نه ئې غوښتل نومونه ئې خپاره سي، زیاته کړې چي که تهران د لومړني برید وروسته د واشنګټن غوښتني ونه مني، نو عملیات به په پړاوونو کي پراخ سي.
په همدې حال کي، امریکایي چارواکو ویلي چي وروستۍ خبري اتري تر ډېره د پراخو بریدونو پر سناریوګانو راڅرخي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ایران اړوند تحولاتو ته په اشارې ویلي وو چي په راتلونکو لسو ورځو کي به څرګنده سي، چي وضعیت کوم لور ته ځي، او ټینګار ئې کړی و: «باید له ایران سره یوې ماناداري هوکړي ته ورسېږو، که نه نو بدي پېښي به رامنځ سته سي.»