د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي يوشمېر هیوادونو د غزې د بیا رغوني د صندوق له پاره اووه میلیارده ډالر مرسته کړې او امريکا هم غواړي لس میلیارده ډالر نور دې پروګرام ته ځانګړي کړي.
د هغه په وینا، د دې صندوق موخه دا ده چي غزه له هغې وروسته ورغول سي چي حماس بې وسلې سي؛ خو ځینو رسنیو دا شرط د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره عملي کېدل ګران بللي دي.
راپورونه زیاتوي، چي د حماس د بې وسلې کېدو موضوع، د اسرائیلو ځواکونو وتل، د بوديجې کره اندازه او د بشري مرستو څرنګوالی د دې نوښت له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

ټرمپ ژمنه کړې چي امریکا به لس میلیارده ډالر دې پروګرام ته ورکړي، خو د دې پیسو د سرچینو په اړه ئې وضاحت نه دئ ورکړی.