د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته په غبرګون کي ویلي چي پاکستان باید نړۍوال قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته دي جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چي پاکستان دي د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای د خبرو مېز ته راوګرځي او ستونزي دي د سولي له لاري حل کړي.
بنټ زیاته کړې چي یوازي د سولي خبري کولای سي د شخړو د حل او سیمي د ثبات لامل سي.