د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د منشي مرستيال الکساندر زویف وايي، داع.ش خراسان په افغانستان کي د بېپیلوټه الوتکو او پرمختللو وسایلو په ترلاسه کولو خپل ځواک زیات کړی دئ.
نوموړي له روسي خبري اژانس تاس سره په مرکه کي ویلي، چي داع.ش خراسان او ال.قاعده لا هم په افغانستان کي فعالیت کوي او داع.ش هڅه کوي په افغانستان کي دننه او بهر بریدونه وکړي.
هغه زیاته کړې، د پاکستاني ط..البانو تحریک هم په افغانستان کي حضور لري او له ال.قاعده شبکې سره نژدې اړیکي لري.