د ننګرهار د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په غني خېلو او نازيانو ولسواليو کي د زيات باران له امله دوه کورونه نړېدلي، چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه پېښه کي يوه مېرمن وژل سوې او ۴ کسان نور ټپيان دي، چي دوه ماشومان هم په کښي شامل دي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي وروستيو زياتو اورښتونو خلګو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.