د نورستان ولايت د ط.. البانو د رسنيز دفتر څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې د ۲۸ ميليونه او ۴۷۵ زره افغانيو په بدل کي ئې قيمتي او نيمه قيمتي ډبري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغو ډبرو کي بېروج، کنزيټ او مارګنيټ شاملي دي.
په خبرپاڼه ليکي، چي دغه ډبري ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنیو سوداګرو خرڅي کړي دي.