د هرات ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په کرُخ ولسوالۍ کي ئې د نشه يي توکو ۴ فابريکې کشف کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يادي فابريکې ئې تر کشف وروسته سوځولي او له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي، چي د يادو نشه يي توکو په تړاو ئې څلور کسان هم نيولي دي.