د هلمند ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د هلمند ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره يوه اوونۍ کي ئې د دغه ولايت په فرعي ګمرکونو کي ۵۹۷۰ کيلو ګرامه درمل او غيرخوراکي توکي نيولي، چي پر قاچاقي او غير قانوني لارو افغانستان ته انتقالېدل.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه توکو کي درمل، ټواکران، تمباکو او رنګ شامل دي، چي پر قاچاقي لارو د پاکستان څخه راوړل کېدل او د ط..البانو له خوا نيول سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د يادو قاچاقي توکو په تړاو ئې يو شمېر کسان هم نيولي دي، چي اوس مهال تر څېړنو لاندي دي.

بايد وويل سي، چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله اوس يو شمېر کسان هڅه کوي، چي په غیرقانوني او قاچاقي لارو دواړو هيوادونو ته توکي و لېږدوي.