د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د بنو ولسوالۍ د وروستیو چاودنو له پېښي وروسته ویلي، چي د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي له پاره باید ټولي ادارې او سیاسي ځواکونه په ګډه کار وکړي.
هغه ادعا کړې، چي افغانستان او هند د پاکستان دننه د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي او د ناامنۍ په زیاتېدو کي لاس لري.
هغه دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د بنو په احمدزي سیمه کي دوو پرلهپسې چاودنو اووه کسان وژلي او درې نور ئې ټپیان کړي دي.
طالبانو بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي او ټینګار ئې کړی چي افغان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول سي.