د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، هیواد ئې د سعودي عربستان د امنیت او دفاع له پاره د ګډ دفاعي تړون له مخي هر ډول پوځي همکارۍ ته چمتو دئ.
نوموړي له الشرق‌الاوسط ورځپاڼي سره په مرکه کي ویلي، د سعودي عربستان د دفاع په اړه د اسلام‌اباد ژمنتیا روښانه ده او په دې برخه کي شاتګ نه کوي.
هغه زیاته کړې، که اړتیا پېښه سي، پاکستان به خپل پوځي ځواکونه او اړین تجهیزات په چټکۍ سعودي عربستان ته ولېږدوي.

د چودري په وینا، د پاکستان پوځیان دا مهال هم په سعودي عربستان کي د دفاعي دندو او پوځي تمرینونو په موخه مېشت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *