د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له لوري له نژدې څارل کېږي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له لوري له نژدې څارل کېږي.
نوموړي په مسکو کي د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کي ویلي، چي د غړو هیوادونو د پولو امنیت، د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی او له ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه د دوی له مهمو موضوعاتو څخه دي.
پوتین زیاته کړې، چي د سازمان غړي هیوادونه د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي او د بیولوژیکي امنیت د پیاوړتیا له پاره هم خپلي همکارۍ زیاتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *