د نیویارک ټایمز د راپور له مخي، ترکیې، عراق او پاکستان د امریکا هغه غوښتنه نه ده منلې

د نیویارک ټایمز د راپور له مخي، ترکیې، عراق او پاکستان د امریکا هغه غوښتنه نه ده منلې، چي له ایران سره خپلي سوداګریزي او سرحدي لاري وتړي.
راپور زیاتوي، واشنګټن په دې وروستیو اوونیو کي هڅه کړې، چي د ایران ګاونډي هیوادونه د پولو تړلو ته وهڅوي، خو دغو هیوادونو د اقتصادي زیانونو او امنیتي ستونزو د اندېښنو له امله له دې کار سره بشپړه همکاري نه ده کړې.
ترکیې د خپلو سرحدي تګلارو له بدلولو ډډه کړې، عراق د ټولو لارو تړل رد کړي او پاکستان هم په دې وروستیو کي ځیني سرحدي لاري پرانیستي او تړلي دي.

په ورته وخت کي، د امریکا پوځ د اوسپني دروازې په نوم ځانګړی ځواک جوړ کړی، څو د ایران له پولو څخه د وسلو، تحریم سوو توکو او اړوندو ټکنالوژیو د لېږد مخه ونیسي.
د راپور له مخي، امریکا غواړي د ځمکنیو سوداګریزو لارو په محدودولو پر ایران اقتصادي فشار نور هم زیات کړي او د خپلي خوښي هوکړي منلو ته ئې اړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *