د پاکستان رسنيو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ولسوالۍ کي د پوليسو پر يوه مرکز چاودنه سوې ده.
په خبر کي ويل سوي، چي د دغي چاودني له امله دوه کسان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
پاکستانۍ خراسان ډايري رسنۍ ويلي، چي چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کي ځای پر ځای سوي وو، چي هدف ئې د پوليسو يو مرکز و.
تر اوسه د دغه چاودني په اړه په رسمي ډول د پاکستان دولت څه نه دي ويلي او د ياد بريد مسئوليت هم کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.