د پاکستان رسنيو د دوشنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي د پاکستان دولت پلان نيولی، چي ۱۹۹۷۳ تنه هغه افغان کډوال، چي امريکا د تګ له پاره په پاکستان کي انتظار وو بېرته افغانستان ته باسي.
يادو رسنيو د پاکستان د چارواکو د خولي ليکلي، چي د پاکستان ټولو هغه ايالتونو پوليسو ته چي دغه افغانان په کښي مېشت دي ليکونه لېږي، چي دغه افغان کډوال وباسي.
بايد وويل سي، چي دغه افغانان د امريکا د دولت محلي کارکوونکي دي، چي د ط.. البانو د بياواکمنۍ پر مهال د افغانستان څخه وتلي وو او هليه ئې درلودل چي امريکا ته ولاړ سي.