د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د پنج شنبې په ماخستن د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کي د پوليسو پر مرکز د موټر بم ځان.مرګی بريد سوی.
د رسنيو په حواله په دغه بريد کي ۵ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي پوليس هم شامل دي.
ځايي پوليسو ويلي چي په وژل سوو کسانو کي يو ډاکټر، د هغه مېرمن او دوه اولادونه شامل دي.