د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا له پاره ۳۷ تړونونه لاسلیک کړي.
دغه تړونونه په ځانګړي ډول د نفتو، کانونو، سمندري چارو او سوداګرۍ برخو ته ځانګړي سوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي، توکایف د خپل لومړني رسمي سفر په ترڅ کي اسلاماباد ته ورغلی و او هلته ئې له شهباز شریف سره تفصیلي خبري کړي.
تر لیدنې وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کی د لاسلیک سوو موافقو اعلان وکړ.
شهباز شریف ويلي، چي له قزاق ولسمشر سره ئې ګټوري خبري کړي او دواړه لوري غواړي چي د دوه اړخیزي سوداګرۍ کچه له اوسنیو ۲۵۰ میلیونو ډالرو څخه په راتلونکي کال کي یو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د ده په وینا، د انرژۍ او زیربناوو په برخو کي د ګډي پانګوني له پاره مهم فرصتونه سته چي عملي کار به ورباندي پيل سي.