د پاکستان ډان ورځپاڼي راپور ورکړی، چي په پاکستان کي مېشت د طب د برخو محصلانو د پاکستان د دولت څخه غوښتنه کړې، چي دوی ته دي اجازه ورکړي، چي خپلي زده کړي بشپړي کړي.
په راپور کي ويل سوي، چي د پاکستان حکومت دي د هغو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي چي لا دمخه په طبي پوهنځیو کي شامل سوي.
هغوی غوښتنه کړې، چي د پاکستان دولت دې د زده کړو تر بشپړو پوري وېزې او د اوسېدو اسناد تمديد کړي.
بايد وويل سي، چي په پاکستان کي اوس مهال شاوخوا زر افغان محصلان د طب او غاښو د ډاکټرۍ په برخه کي زده کړي کوي، چي ۳۵۰ ئې نجوني دي.