د پروان ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کي يو فلانکوچ موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې پنځه کسان وژل سوي او ۷ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه تېره شپه په ياده ولسوالي کي رامنځ ته سوې وه.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې وه.