د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي د وروستیو سېلابونو له امله دوه کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادو سېلابونو له امله ۲۰ کورونه ويجاړ سوي او د پروان – باميانو لويه لار هم د ټرافيکو پر مخ تړل سوې وه، چي د جمعې په ورځ د ط..البانو حکومت اعلان وکړ، چي دغه لار ئې بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه کړې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي سېلابونه د سردرې شترشهر، درازګرد او فندقستان سیمو کي راوتلي، چي د يادي سيمي خلګو ته ئې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.