د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، چي د لوی اختر په رانژدې کېدو سره د ښار پر سړکونو او عامه ځایونو کي د څارويو خرڅلاو زیات سوی چي د ګڼي ګوڼي او چاپېریالي ستونزو لامل ګرځېدلی دئ. دوی له کابل ښاروالي غواړي چي د څارويو د پلور له پاره ځانګړي او منظم ځایونه وټاکي.
بلخوا د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د څارويو د خرڅلاو له پاره له وړاندي ټاکلي سیمي موجودي دي او له خلګو ئې غوښتي چي خپل څاروي د پلور له پاره ځانګړو بازارونو ته یوسي.