د کندز څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه ولايت په لومړۍ ناحیه کي يو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان برکت الله نومېدی او د کورني ستونزو له امله ئې ځان وژنه کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د بېکارۍ، غريبۍ، رواني ستونزو او کورني تاوتريخوالي له امله ډېری کسان ځان وژنه کوي، چي دولت ئې په کنټرول کي پاته راغلی.