د کندهار د ط..البانو د امر بال.معروف او نهی عن المنکر ریاست اعلان کړی

د کندهار د ط..البانو د امر بال.معروف او نهی عن المنکر ریاست اعلان کړی، چي په دغه ولایت کي ئې د څارنیزو فعالیتونو پر مهال راټول کړي ۳۵۱ زره بېلابېل توکي سوځولي دي.
د یاد ریاست په وینا، په دغو توکو کي د موسیقۍ وسایل، لوی او کوچني ټکانونه، چلمونه، د چلم مېوې، چکې او ځینی نور توکي شامل دي.
سرچینه وايي، دغه توکي په تېره یوه میاشت کي د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو راټول سوي او د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په حضور کي سوځول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *