د کندهار د ط..البانو د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل رسنيو ته ويلي

د کندهار د ط..البانو د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل رسنيو ته ويلي، چي په دغه ولايت کي وروستيو بارانونو ۳۳ زره جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه کړې ده.
د هغه په خبره، چي يادو بارانونو د انګور باغونو، د غنمو او سبزیجاتو کښتونو ته هم زيان رسولی دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تېره ورځ ويلي وو، چي د‌ دغو بارانونو له امله په کندهار کي ۲۵۰ کورونه ويجاړ سوي او ۲۰۰ نوري کورنۍ د خپلو اصلي سيمو څخه بې ځايه سوي دي.