د کندهار څخه د درملو د شرکتونو يو شمېر مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو يو شمېر درمل پلورونکي د لاريون په تور نيولي او بنديان کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ ط..البان په لومړۍ حوزه کي پر نوي سړک د درملو مارکېټ ته ورغلي وو او غوښتل ئې چي د شرکتونو څخه پاکستاني درمل راټول کړي، چي د خلګو د غبرګون سره مخ سوي او وروسته درمل پلورونکو لاريون هم کړی وو.
ط..البانو يو شمېر درمل پلورونکي د ياد لاريون په تور نيولي.
په ورته وخت کي د ط..البانو امنيې قومندانۍ هم ياده موضوع تائيد کړې او په خبره ئې چي يو شمېر کسان ئې د ګډوډۍ په تور نيولي دي.
بايد وويل سي، چي دغه درمل یوازي د قاچاقبرو د پټو معاملو له لاري نه لېږدول کېږي، بلکي داسي ادعاوي هم سته چي د دواړو غاړو ځیني چارواکي د دغو توکو په انتقال او بازار ته په رسولو کي لاس لري.