د کندهار څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت د پنځمي امنيتي حوزې او ډنډه ولسوالۍ

د کندهار څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د دغه ولايت د پنځمي امنيتي حوزې او ډنډه ولسوالۍ ترمنځ د فيض اباد په ساحه کي د يوه وژل سوي کس جسد موندل سوی‌.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس هويت او د وژل کېدو علت تراوسه پوري څرګند نه دئ.
په ورته وخت کي د ط..البان امنيتي سرچينو هم دغه پېښه تائيد کړې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي دي، چي دوی ئې په اړه څېړني کوي.

بايد وويل سي چي د دغه کس جسد ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوی دئ؛ خودوستان ئې نه دي معلوم.