نن، د نومبر ۲۵مه، په ټوله نړۍ کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي نړۍواله ورځ لمانځل کېږي.
دا ورځ، چي د ښځو د حقونو او عزت له پاره د مبارزې سمبول ده، په افغانستان کي په داسي حال کي راځي، چي دلته ښځي له هر حق، هر فرصت او حتی له خپل ږغ پورته کولو څخه لا بې برخي دي.
نن په افغانستان کي زرګونه ښځي د کور، ټولني او حکومت له لوري د تاوتریخوالي له ډول ډول بڼو سره مخ دي.
له زدهکړو، کار، ازاد تګ راتګ او خپل ټولنيز ژوند څخه بې برخي دي افغان مېرمني د ظلم تر سیوري لاندي سا اخلي.
د ط..البانو د بیا واکمنېدو راهیسي، نجونو له ښوونځیو او پوهنتونو څخه منع سوي مېرمني له دندو ایستل سوي او حتی په ټولنیزو چارو کي ئې ګډون هم منع سوی دئ.
د ښځو د حقونو فعالاني وايي، دا ورځ باید یوازي د شعارونو ورځ نه وي، بلکي نړۍ بايد د افغان مېرمنو د دردوونکو کیسو، چوپتیا او زغملي فریاد ته غوږ ونیسي.
که څه هم د نړۍ نورو برخو کي ښځي د پرمختګونو او بریاوو جشن نیسي، خو دلته افغان نجوني او مېرمني د خپلو لومړنیو انساني حقونو له پاره هره ورځ مبارزه کوي.
د دوی سترګي د نړۍ مرستي او همدردۍ ته دي، څو د ظلم او تیارو دا فصل پای ته ورسېږي او افغان ښځي بیا د عزت، تعلیم او ازاد ژوند حق ترلاسه کړي.