د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي سره د مبارزې نړۍوالي ورځي په مناسبت له نړۍوالي ټولني وغوښتل چي د افغانستان له ښځو سره خپل ملاتړ او یووالی تازه کړي.
دغه اداره وايي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه او نړۍواله همغږي اړینه ده.
ملګرو ملتونو همداراز غوښتنه کړې چي د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو تر رهبرۍ لاندي بنسټونو د پیاوړتیا له پاره باید کافي او انعطاف منونکي مالي سرچینې برابري سي.
دغه سازمان دا هم ویلي چي د ط..البانو له لوري د ښځو پر وړاندي ظلم، او له زدهکړو او کار څخه ئې منع کول، د انديښنې وړ دي او نړۍواله ټولنه باید د دغو محدودیتونو د ختمېدو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.