د‌ کندهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي

د‌ کندهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د خاکريز ولسوالۍ د دومندي برمې په سيمه کي د باران له امله يوه خونه نړېدلې ده چي د کوچنيانو په ګډون درې کسان په کښي وژل سوي دي.
د سرچينې په وينا په دغه پېښه کي يوه ښځه او د هغې دوه کوچني اولادونه وژل سوي دي.