د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښار په عينومېنه کي د يو ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان مقصود احمد نومېدئ او اصلي د ارزګان ولايت د ترينکوټ ښار اوسېدونکی و.
د سرچينې په خبره چي دغه ځوان ۲۱ کاله عمر درلود او تر وژل کېدو وروسته ئې جسد د عينومينې په غرونو کي غورځول سوی و.

تر اوسه د دغه ځوان د وژني انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.