د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کي د يو کس جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي د ياد کس څخه سترګي کښل سوي او جسد ئې سوځول سوی و.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس هويت څرګند نه دئ او د وژني اصلي انګېزه ئې هم روښانه نه ده.
ط..البانو د يادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.