د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کي ويلي

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري ۲.۸ ميليونه افغان کډوال د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال پر داسي مهال افغانستان ته راغلي دي، چي په افغانستان کي بشري ناورين اوج ته رسېدلی او خلګ د‌ لوږي سره مخامخ دي.
دغه سازمان ويلي، چي د دغو افغان کډوالو له امله د‌ دوی د بشري مرستو پر منابع باندي هم فشار راوستلی او دوی هم د افغان کډوال سره د‌مرستي د پاره نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.

بايد وويل سي، چي په پاکستان او ايران دولتونو په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ميلیونه افغانان د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.