راپورونه وايي چي د ایران رسمي خبري آژانس «ایرنا» او د دغه هيواد د یو شمېر نورو رسنیو ویب‌پاڼي د سایبري حملې له امله هک

راپورونه وايي چي د ایران رسمي خبري آژانس «ایرنا» او د دغه هيواد د یو شمېر نورو رسنیو ویب‌پاڼي د سایبري حملې له امله هک سوي دي. ایراني رسنیو تایید کړې، چي د یادي سايبري حملې له امله د دوی انټرنیټي چاري له ستونزو سره مخ سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د ياد سایبري حملې سره سم د اسرائیلو د دفاع وزارت اعلان کړی، چي پر ايران ئې توغندیز برید کړی او د ایران د څو ښارونو څخه د چاودونو راپورنه هم ورکول سوي دي.