طالبان له اروپايي ټولني سره سوداګریزې اړیکي پراخول غواړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چي د دې وزارت وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کي د اروپايي ټولني (EU) له شارژدافیر نیکولا بېلومو سره د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.

د دې وزارت په وینا، دواړو خواوو د خصوصي سکټور د ملاتړ، د ځانګړو صادراتي زونونو د جوړولو او د صنعتي پارکونو د پراختیا په اړه هم خبري کړي دي.

عزیزي له اروپايي ټولني سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره د خپل وزارت چمتووالی څرګند کړی او د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یې د ګډو پروژو غوښتنه کړې ده.

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي توماس فریلېسن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چي اروپايي ټولنه د طالبانو د رسمیت پېژندلو یا له هغوی سره د اړیکو د عادي کولو اراده نلري.

باید وویل سي، چي نړیوال بانک د مالي سرچینو محدود لاسرسی، د برېښنا کموالی او پراخ غیر رسمي اقتصاد په افغانستان کي د خصوصي سکټور د ودې لوی خنډونه بللي دي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *