قطر له نړۍوالي ټولني غوښتي چي افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو له پاره خپلي مرستي زیاتي کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چي په جنیوا کي د دغه هیواد استازو د افغان کډوالو او بېرته راستنېدونکو په اړه په یوه نړۍواله غونډه کي ګډون کړی دئ.
د یاد وزارت په وینا، په دې غونډه کي د هغو ستونزو په اړه خبري سوي، چي د کډوالو د پراخي راستنېدني له امله په افغانستان کي رامنځته سوي دي.
قطر ټینګار کړی چي راستنېدونکو کورنیو ته باید د اوسېدو ځای، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کار زمینه برابره سي.
دغه هیواد همداراز له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو پر دوام او د ستونزو د حل له پاره د خبرو اترو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي په افغانستان کي به د زدهکړو، روغتیا او خلګو د ژوند د ښه کېدو په برخو کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.