هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلو ځانګړو خبرو او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه په نوي ډیلي کي غونډه کړې

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلو ځانګړو خبرو او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه په نوي ډیلي کي غونډه کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کي ویلي، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو خبرو اووم پړاو و، چي د هند د ملي امنیت شورا مرستیال پاوان کاپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف ئې مشري کول.
د خبرپاڼې له مخي، دواړو لورو پر ګډو موضوعاتو او د نړۍوال امنیت له پاره د هغو پر اغېزو بحث کړی او د هند او روسیې ترمنځ ئې د ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کي د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دئ.