یو شمېر هغه مسلمانان چي د مکې او مدینې د زیارت له پاره سعودي عربستان ته تللي وو، د حوثیانو په توغندیز برید کي له مرګژوبلي سره مخ سوي او ځینو ئې د سفرونو پلانونه بدل کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي، د ریاض هوايي ډګر د وتونکو الوتنو په تالار کي د شنبې ورځي په چاودنه کي ۱۳ کسان وژل سوي او ۳۰۰ نور ټپیان سوي دي.
د راپور له مخي د پېښي په انځورونو کي ګڼ کسان د احرام سپیني جامې پر تن لري، چي د مکې مکرمې د زیارت له پاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخي په دې برید کي یو بنګلهدېشی امام هم وژل سوی، چي د لسګونو زیارت کوونکو مشري ئې کول.
په پېښه کي د نوموړي د ډلي یو شمېر نور کسان هم ټپیان سوي دي.
راپور زیاتوي، چي دې پېښي د زیارت کوونکو سفرونه اغېزمن کړي دي.