ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چي د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی او محدودیتونه د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چي د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی او محدودیتونه د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ دئ او له حکومتونو ئې غوښتي چي د رسنیو د ازادۍ د ساتني په برخه کي خپلي ژمني عملي کړي.
د دې سازمان په وینا، ازادي رسنۍ د شفافیت، حساب‌ورکولو او د خلګو د معلوماتو د حق بنسټ جوړوي او که خبریالان تر فشار لاندي وي، ټولنه له مهمو او باوري معلوماتو بې‌برخي کېږي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چي د خبریالانو د خوندیتوب له پاره باید اغېزمن میکانیزمونه رامنځ ته او پیاوړي سي، د ګواښونو او بریدونو عاملین دي حساب ورکړي او د سزا نه‌معافیت دي پای ته ورسېږي. همدارنګه، دغه سازمان د معلوماتو د ازاد بهیر د دوام له پاره حقوقي ملاتړ او خوندي چاپېریال اړین بللی دئ.

دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي هر کال د مې دریمه د رسنیو د ازادۍ نړۍوالي ورځي په توګه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو په باور، دا ورځ د حکومتونو له پاره د خپلو ژمنو د بیا ارزوني فرصت دئ او رسنیزو کارکوونکو ته زمینه برابروي څو د مسلکي اصولو او ازادۍ پر ارزښتونو غور وکړي.
ياد سازمان همدارنګه ویلي چي دغه ورځ هغو رسنیو ته د ملاتړ پیغام دئ چي د سانسور، فشار او محدودیتونو سره مخ دي، او ټینګار ئې کړی چي په اوسني وخت کي د باوري معلوماتو اړتیا تر بل هر وخت ډېره سوې ده.