د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د مطبوعاتو د نړۍوالي ورځي په مناسبت

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د مطبوعاتو د نړۍوالي ورځي په مناسبت له ط..البانو غوښتي چي ټول بندیان خبریالان دي بې له شرطه خوشي کړي او د رسنیو کارکوونکو ته دي خوندي چاپېریال برابر کړي.
د هغه په وينا چي په افغانستان کي د بیان ازادي په چټکۍ سره محدوده سوې او خبریالي له جدي ستونزو سره مخ ده.
د نوموړي په وینا، سانسور، څارني او قانوني محدودیتونو د بېري فضا رامنځ ته کړې، په ځانګړي ډول هغه راپورونه چي د ښځو حقونو او یا د واکمنو پالیسیو په اړه وي، له خطر سره مل دي.

هغه همدارنګه له نړۍوالي ټولني وغوښتل چي د افغان رسنیو ملاتړ زیات کړي، ځکه د هغه په خبره ازادي رسنۍ د بشري حقونو د ساتني او د ټولني د خبرتیا له پاره مهم رول لري.