تحلیل
د ټرمپ احتمالي حرکت: هرمز تنګي کي د کښتیو سکوټ
الجزیره
يو امريکايي شنونکی وايي چي دټرمپ اداره هڅه کوي له ايران سره روان بنبست د جګړې له بيا پيل پرته حل کړي، خو که دا هڅي نتيجه ورنه کړي، ښايي يو نوی پوځي اقدام تر لاسه کړي، چي هغه د نفتوړونکو کښتيو سکورت دی.
د The Soufan Center څېړونکی کیزمن وايي، که د ايران له لوري نور پرمختګ ونه ليدل سي، نو امکان لري چي امريکا دهرمز په تنګي کي د تجارتي نفتي کښتيو د ملتیا يا ساتني ماموريت پيل کړي.
د هغه په وينا، دا ډول ماموريت به د امريکا د متحدينو په ځانګړي ډول د خليج هېوادونو او عراق په ګټه تمام سي، ځکه چي د نفتو د انتقال خونديتوب به تر يو حده تأمين کړي، په داسي حال کي چي د امريکا بحري فشار به لا هم پر ځای پاته وي.
خو کاتزمن خبرداری ورکوي چي دا ګام له خطره خالي نه دی. که ايران پر دغو سکورت ماموريتونو بريد وکړي، نو شخړه به ډېر ژر نوي مرحلې ته داخله سي. په هغه حالت کي به ټرمپ ته د تاوتريخوالي د زياتولو لپاره بېلابېل انتخابونه په لاس کي وي.
هغه دا هم وايي چي که دا بنبست اوږد سي، ښايي په نهايت کي د امريکا په ګټه تمام سي، ځکه ايران د سمندري تجارت لپاره محدود انتخابونه لري. د همدې فشار په نتيجه کي، امکان لري ايران اړ سي چي د نفتو توليد راکم کړي، چي دا به د هغه پر اقتصاد او ولس دواړو ژوري اغېزې وکړي.
په ټوله کي، د نفتوړونکو کښتيو سکورت يو منځنی انتخاب بلل کېږي—نه بشپړه جګړه ده او نه هم بشپړ سياسي حل. خو دا ګام کولای سي هم مهاله د تاوتريخوالي د کمولو او زياتولو دواړو احتمالونه له ځان سره ولري، چي راتلونکی به يې د دواړو خواوو پر پرېکړو پوري تړلی وي.