نیویارک کي د بامیانو بودا ته په «الهام» مجسمه پرانستل کېږي
نیویارک:
شاوخوا اته متره لوړه مجسمه چي د بامیانو د لرغونو بوداګانو څخه یې الهام اخیستې، د «هغه رڼا چي په ټوله نړۍ کي ځلېږي» تر سرلیک لاندي د ښار د هایلاین په پارک کي نصب سوې ده. ټاکل سوې چي دا هنري اثر د می په ۲۷مه نېټه په رسمي مراسمو کي پرانستل سي.
دا مجسمه د هنرمند توان اندرو له خوا جوړه سوې او الهام یې د بامیانو له هغو تاریخي بوداګانو اخیستی چي په ۲۰۰۱ کال کي ونړول سول؛ یوه پېښه چي د معاصري نړۍ له سترو کلتوري فاجعو څخه بلل کېږي.
د دې اثر په جوړښت کي د حافظې، جګړې، ویجاړۍ او بیا راژوندي کېدو مفاهیم انځور سوي دي.