وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د اسرائیلو د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د اسرائیلو د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی، چي ایران د یورانیمو زيرمي د کوه کلنګ تر ځمکي لاندي ژورو تونلونو ته لېږدولي دي.
د راپور له مخي دا تونلونه د ځمکي له سطحي شاوخوا ۹۰ تر ۱۳۷ مترو پوري ژور دي او د ایران د اټومي فعالیتونو له پاره خوندي ځای ګڼل کېږي.
په ورته وخت کي د علومو او نړۍوال امنیت انسټیټیوټ هم ویلي، په تېرو ۱۵ میاشتو کي په دې سیمه کي د تونلونو د پیاوړتیا او ساختماني فعالیتونو نښي لیدل سوي او احتمال سته چي يوارنيم ئې دغه ځای ته انتقال کړي دي.

ایران تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی او تل ئې د اټومي وسلو د جوړولو هڅي رد کړي دي.