د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چي ژر تر ژره له ایران څخه ووځي او دې هیواد ته د سفر کولو څخه‌دي ډډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چي ژر تر ژره له ایران څخه ووځي او دې هیواد ته د سفر کولو څخه‌دي ډډه وکړي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي په منځني ختیځ کي د روانو کړکېچونو له امله امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دئ او د تاوتریخوالي د ناڅاپي زیاتېدو احتمال سته.
دغه وزارت له امریکايي وګړو غوښتي چي د ايران څخه د وتلو پرمهال دي احتیاط وکړي، د وروستیو امنیتي بدلونونو خبرونه دي تعقیب کړي.