د کندهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي

د کندهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کندهار ولايت کي ئې ۱۳ مټرک ټنه او ۸۷۰ کيلوګرامه نشه يي توکي سوځولي دي.
په خبرپاڼه کي نور وضاحت نه دئ ورکول سوی، چي په دغه نشه يي توکو څه شي شامل وو.
په ياده خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي دغه نشه يي توکي ئې د تېرو درو مياشتو په موده کي په کندهار ښار او ولسواليو کي ترلاسه کړي وو.

په خبرپاڼه کي ادعا سوې، چي دغه توکي د پاکستان څخه افغانستان ته پر قاچاقي لارو راوړل سوي وو.