د ایران سپاه پاسدارانو ویلي، چي د سېشنبې په سهار ئې دوې د تېلو بېړۍ چي د دوی په وینا د امریکا د پوځ په هڅونه ئې غوښتل د هرمز له تنګي څخه تېري سي ويشتلي دي.
سپاه په خبرپاڼه کي د هرمز تنګي اوبه ناامنه بللي او خبرداری ئې ورکړی چي په سیمه کي وضعیت لا هم ترینګلی دئ.
په یوه بله خبرپاڼه کي سپاه ادعا کړې، چي ځواکونو ئې د بحرین په المحرق سیمه کي د امریکا پر یوه پوځي اډې برید کړی دئ.
تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د امریکا یا بحرین چارواکو رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.