د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د سې شنبې په ورځ ویلي، چي تېره شپه ئې په ایران کي د پوځي هدفونو پر ضد د بریدونو نوې څپه ترسره کړې ده.
سنتکام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پوځي قوماندانۍ، سمندري وړتیاوي، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او د هوايي دفاع ځیني سیستمونه په نښه کړي دي.
د سنتکام په وینا، د دغو بریدونو هدف دا دئ چي د هرمز تنګي له لاري پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د ایران د احتمالي بریدونو وړتیا کمه سي.
یادي قوماندانۍ زیاته کړې چي د هرمز د تنګي څخه د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ لا هم په عادي ډول روان دئ، خو د بریدونو د هدفونو د شمېر په اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړي.
سنتکام همداراز ویلي، د روان کال د مې میاشتي له پیل راهیسي ئې د شاوخوا ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ او د ۴۵۰ میلیونه بېرلو خامو تېلو د لېږد په خوندي کولو کي مرسته کړې ده.